Friday, September 22, 2023

د نکلونو پۀ تکل کېې

 د تکلونو پۀ تکل کښې


لیک: عبدالستار سیار


پۀ دېوال مې د « پختون ډېلیوري» اشتهار اولیدو نو حیران شوم چې اوس د کور نه د وتو ضرورت نشته. پۀ کور دننه یو کس هم ځان له کور ته هر څۀ راغوښتے شي. پۀ دې وخت کښې چې د موبائل اؤ سوشل میډیا پۀ ذریعه د پښتنو کنځل ټولې دنیا ته اورسېدل ځکه چې پۀ هره تبصره کښې نورو ته کنځل دوئی خپله ذمه واري ګڼي. څۀ خلق د پښتو روزنې له خپل مال جان قربانوي. څۀ خلق داسې دي چې پښتانۀ یې د نشو ، تماشو اؤ ډز ډوز کښې اخته کړي دي. څۀ نورو خلقو د پښتنو لوڼه خویندې میاندې پۀ غرمو پۀ قطارونو کښې اودرولي وي اؤ د بري امام د خېرات غوښتنو ډله یې ترې جوړه کړې ده. لنډه دا چې ټوله لوبه یې دې عزت، غېرت، خوددارۍ دفن کولو ته جوړه کړې ده.

څۀ نور خلق د پښتنو نه نور کار اخلي اؤ هغوئی پۀ سائبر کرائمز یعني د انټرنېټ ټګۍ برګۍ اؤ جرمونو  کښې اخته کول غواړي. پښتانۀ لګیا دي پردو غېر محرمو سره د شپې پۀ موبائل خبرې اؤ ګپونه لګوي اؤ دا یې هېر وي چې د خپل کور والا سره به کله خبرې اترې کوي. ماته د خېشکو یو کلیوال هلک رایاد شو چې پۀ یو مشهور کالج کښې یې ماته اووئېل دا جينکۍ دې هلکانو سره څنګه ګپونه لګوي. ما زړۀ کښې اوئېل چې پۀ کلو کښې هم داسې شته چې هلکان ترې امان غواړي. اؤ هغۀ ته مې اووئېل چې دا خو ښار دے د ښار خلق هوښیار وي. ما ورته د چترالي ورور اؤ خور مثال ورکړو چې پۀ کالج کښې د ټولو نه ښائسته اؤ د اخلاقو اؤ سړيتوب پۀ لار وۀ.

ماسخوتن تېر پاڅېدم ما ويل چې خیال اوکم چې دا هلکان اودۀ شوي دي کۀ نه. چې اومې کتل نو زوئی اؤ خورئے مې پۀ کټونو کښې نۀ وۀ نو د خپو نه مې ساه اووته اخوا دېخوا مې اوکتل نو پخ پخ مې واؤرېدل لږ ساعت مې پۀ نظر راغلل نو زوئی راته اوویل چې مونږ تاسره ټوقې کولې. زړۀ راته اووې چې کوتک ورته اونیسم خو بیا مې اووې چې ګاونډيان به د خوبه اوباسم نو غلے شوم آخر کومې زمانې ته پاتې شو.

 اخوا دکان ته مې نظر شو نو د پخوانۍ تلې پۀ ځائی پښتنو هم ډېجېټل یا د هندسو تلې پېدا کړي دي. خو زما فکر دا وائي چې د کلي ساده ګل به څۀ کوي. د هندسو پۀ دې چکر کښې چرته دوه بندے قرضدارے اؤ تاواني نۀ شي. یو دوه میاشتې مخکښې ما اراده اوکړه چې دا خپل شک به نور یقین ته رسووم. نو د غنمو سودا مې اوکړه یو من غنم د اور پۀ بيعه . ما وې دا به بل ځائې هم تلم خو د صفائیۍ لۀ پاره مې کور ته راؤړل بیا چې د اوړو مشين کښې مې اوتلل نو د یو من نه پينځۀ کلو کم اوختل. بیا مې یو من نور غنم راوړل هغه چې مې اوتلل نو اووۀ څلوېښت کلو اوختل. نو بیا حېران شوم چې دې ډېجېټل دور کښې دومره غېر معياري تول. شک درې ځایه شو نو ما وئیل ځه مړه دومره نرو نه یې مۀ چڼوه . 

......څۀ به دا جهان وي څۀ به تول ددې جهان (غني خان)


بل خوا پښتنو د موبايل رېپئیرنګ یا سمولو دکانونه پرانستي دي چې غټ کار پۀ کښې د کور وېډیو ګانې پۀ انټرنېټ خورول کیږي. اوس به دوئی څوک پوهوي چې دا یو غټ جرم دے اؤ د چا پرائوېسي یعني ذاتي رازونه خلقو ته ښکاره کول د قانون ګرفت کښې راځي اؤ هسې هم دا ډېر بې پښتو کار  دے اؤ غټ فساد ترې جوړیږي. بیا  کۀ  څۀ وائم نو خلې له مې مالوچ راځي. 


دلته پۀ خېبر پختونخوا کښې د انټرنېټ څپې پۀ تول مېلاویږي. دغه تول پۀ اېم بي اؤ جي بي یادیږي. یو ایم بي د یوزر اؤ څلیریشت تورو یا د ټکو د لیکنې ځایې نیسي. نو ځوانانو دا غلا هم ایزده کړې ده. پۀ پردو پېسو مفت فېسبوک ګوري. پۀ دې کښې ترې هر څۀ ګډوډ شي نو څوک چې د بل مال ته اسره کړي نو خپل مال هم بائلي. 


خدائی دې اوکي چي پښتانۀ د خيانتونو او غلا غلتۍ نه بچ شي او خپلې مثبت اړتیاوو اؤ کوششونو له دوام ورکي. آمین. 

 

No comments:

Post a Comment

پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ...