Showing posts with label د قامي مبارزت شکلونه اؤ انساني ښېګړه. Show all posts
Showing posts with label د قامي مبارزت شکلونه اؤ انساني ښېګړه. Show all posts

Friday, September 22, 2023

د قامي مبارزت شکلونه اؤ انساني ښېګړه

 د قامی مبارزت شکلونه اؤ انساني ښېګړه

 

کله چې ستا قام کمزورے وي اؤ تۀ د اېجېټېشن يعنې ټکراؤ سیاست اختیار کړې نو ددې مثال داسې شو چې د هاتیانو سره ګډې ټانټې ژوي. پۀ داسې حال کښې به یا چاپه مار جنګ کوې اؤ یا به د عدمِ تشدد پالیسي اختياروی. خپل قام د زیات نقصان نه بچ کولو لۀ پاره د عدمِ تشدد يعنې د جوړ جاړي سیاست غوره دے خو کۀ حالات د بوسنیا، کشمیر ، فلسطین اؤ میانمار روهنګیا پۀ شان شي نو هلته بیا د جوړ جاړي سیاست نۀ چلیږي. هلته بیا مبارزت اؤ هغه هم د چاپه مار جنګ پۀ شان پکار وي. خو دلته غاصب قوتونه د پلټنې اؤ کور پۀ کور تلاشۍ پۀ لاره د محکوم ملت نسلونه تباه کوي. خپل اولس بچ کولو لۀ پاره ضروري ده چې د ابادۍ نه بهر عملیات پېلول پکار دي. لکه چې طالبانو د دنیا جدید چاپه مار جنګ اوکړو. طالبانو خپل ځانونه پۀ غرونو اؤ ناوونو کښې سختو ته اونیول.  د ځانونو بچ کولو له پاره یې آبادي ډهال نۀ کړه پۀ دې وجه پۀ ابادۍ کښې د هغوئی خلاف نفرت پېدا نۀ شو. اؤ د هغوئی سره د اولس ملګرتیاوو دوام اوموند. 

د وسله وال تحریک چلول ډېر ګران وي. د ځاني پېښو نه علاوه بعضي غېر انساني پېښې منځ ته راځي. وسله وال کسانو نه د چنګېز خان سپاهیان جوړ شي بیا د چا پۀ عزت مال جان باندې صرفه نۀ کوي.  پۀ داسې حال کښې د خپل تنظیم کره پلټنه پکار وي چې د هغوئی اخلاقي حالت تحریک ته ګټه رسوي کۀ نقصان؟ د هر تحريک پۀ شا هغه انساني نا ارامي وي د کومې پۀ وجه تحریک دوام مومي . کۀ دا نا ارامي ختمه شي نو د تحریک غېر فعال کېدو خطره وي پۀ دې وخت د تحریک غړو له پکار وي چې خپلې ستونزې پۀ نظر کښی اوساتي او د ټولنې پۀ خېر ښېګړې کښې حصه واخلي. پۀ تحریک کښې ایمانداري اؤ وفاداري ډېر اهمیت لري. د تحریک لۀ پاره ضروري ده چې دا دې د انساني ښېګړو پۀ بنیاد اډاڼه وي اؤ د ظلم خلاف دې لکه د اوسپنې دېوال وي.


د نورې مطالعې لۀ پاره:


۱)  زما ژوند اؤ جدوجهد .... باچا خان

۲) Autumn in the Furry by Muhammad Hussain Haikal

3) Russian Withdrawal from Afghanistan

4) War in Afghanistan by  Mark Urban

5) آزادئِ ہند ۔۔ مولانا ابوالکلام آزاد

6) مقدمہ ابن خلدون  اردو 

7)  تاریخِ اسلام  جلد سوم و چہارم۔۔۔۔ شاہ معین الدین ندوی

8) Qaddafi and the Libyan Revolution

9) Trade War

10) The second cold war

11) The races of Afghanistan,  W.H. Belew

12) جنگِ آزادی کی داستانِ خونچکاں ۔۔۔ 

والسلام 

خېر اندیش

عبدالستار سیار... پۀ خپل قلم 

پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ...