Showing posts with label ګرده (لنډه افسانه). Show all posts
Showing posts with label ګرده (لنډه افسانه). Show all posts

Friday, September 22, 2023

ګرده ( لنډه افسانه)

 ګرده (افسانه)

لیک : عبدالستار سیار


ډاکټر تبسم د خپل ورور  لۀ پاره پۀ لس لکه ګرده واخسته. اوس هغه ښۀ دے. دا ګرده د رحمت ګل د دولس کلن زوئی ریحان وه چې پۀ پینځم ټولګي کښې یې سبق وئیلو. تېره میاشت چې هغه د ښوونځي نه راتلۀ نو نامعلومه کسانو تور غټ ګاډي ته اوخېژوو او وې تختوو. د ریحان څیري شوے وجود پۀ بینا روغتون کښې پېدا شو. د روغتون د ویاند پۀ اړوند دا مړے هغوئی ته پۀ لاوارثه مریضانو کښې پاتې شوے وۀ. خو د روغتون د عملې نه پۀ افتفسار معلومه شوه چې دا مړے هغوئی د یو کس نه پۀ شل لکه کالدارو اخیستے وۂ۔

رحمت ګل د مړي پۀ مېلاوېدو ډېر خوشحاله شو اؤ د پولیس د ستر مشر مننې یې اوکړې. د رحمت ګل کورودانې لا پۀ هوش کښې نه ده راغلې. خلق وایي چې د زوئی پۀ ورکېدو د هغې پۀ مازغو اثر شوے دے اؤ ګډې وډې وایي.


پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ...