ګرده (افسانه)
لیک : عبدالستار سیار
ډاکټر تبسم د خپل ورور لۀ پاره پۀ لس لکه ګرده واخسته. اوس هغه ښۀ دے. دا ګرده د رحمت ګل د دولس کلن زوئی ریحان وه چې پۀ پینځم ټولګي کښې یې سبق وئیلو. تېره میاشت چې هغه د ښوونځي نه راتلۀ نو نامعلومه کسانو تور غټ ګاډي ته اوخېژوو او وې تختوو. د ریحان څیري شوے وجود پۀ بینا روغتون کښې پېدا شو. د روغتون د ویاند پۀ اړوند دا مړے هغوئی ته پۀ لاوارثه مریضانو کښې پاتې شوے وۀ. خو د روغتون د عملې نه پۀ افتفسار معلومه شوه چې دا مړے هغوئی د یو کس نه پۀ شل لکه کالدارو اخیستے وۂ۔
رحمت ګل د مړي پۀ مېلاوېدو ډېر خوشحاله شو اؤ د پولیس د ستر مشر مننې یې اوکړې. د رحمت ګل کورودانې لا پۀ هوش کښې نه ده راغلې. خلق وایي چې د زوئی پۀ ورکېدو د هغې پۀ مازغو اثر شوے دے اؤ ګډې وډې وایي.
No comments:
Post a Comment