صفا هوا
د سحر وخت د انساني صحت بهترین وخت دے د صبا صادق وخت کله چې شرقي رڼا ګانې پۀ اسمان راخورې شي یو هوا چلیږي چې ورته نسیمِ سحر یا بادِ صبا وایي ، د زړۀ د مریضانو اؤ نفسیاتي ذهني مريضانو لۀ پاره یو آبِ حیات ګڼلے شي. خاص د پسرلي موسم کښې ددې هوا لګېدل ډېر د ګټې سبب دے.
پۀ انسان د آب و هوا ډېر اثر دے ځکه خو حکیمانو به مغل باچایانو ته وړومبے د یو علاقې آب و هوا خبر ورکولو اؤ بیا به یې هلته د ښار آبادولو صلاح ورکوله. احمد نګر ، مظفر آباد، وغیره نومونه ددې ګواه دي.
احمد شاه ابدالي چې کله د ماسکو د فتح کولو کوشش کولو نو د موسم شدت اؤ یخنۍ د هغه ټول فوځي طاقت کمزورے کړو او ناکام شو.
پۀ هوا کښې د کاربن نومې کیمیاوي عنصر زیاتېدو پۀ وجه د یورپ اؤ امریکې هوا ډېره خیچنه شوې ده. د پټرولي ګاډو اؤ زیاتو صنعتونو ، فابریکو او ایټمي مواد استعمال پۀ وجه پۀ دغه ملکونو د ساه اخیستنه ګرانه شوې ده.
د صفا هوا لۀ پاره خلق غرونو اؤ سیندونو غاړو ته ځي. د ښار د لوګو ، مصنوعي رڼاګانو ، شور اؤ رش د انساني ژوند ارزښت کم کړے دے. د خلقو مشیني ژوند د ذهني ، جسماني او معاشرتي، جذباتي روزنه متاثره کړې ده. ددې ټولو تصنیعاتو د مضره اثر ختمولو لۀ پاره چې مناسب بندوبست اوکړے شي. دا د هر یو کس انفرادي کوشش پکار دے چې د خپل چاپیریال صفا ساتنه اوشي اؤ کورنۍ اؤ ماشومان د بيمارو نه بچ کړے شي. والله اعلم
والسلام
عبدالستار سیار..... پۀ خپل قلم
No comments:
Post a Comment