د خوبونو لیدل اؤ د علامه ابنِ سیرین رحمة الله علېه د کتاب تبصره
لیک اؤ زیار : عبدالستار سیار
تعبیرالرویا د علامه ابنِ سیرین رحمة الله علیه کتاب دے. دا کتاب د خوبونو د تعبیر اؤ حقیقت باره کښې یو مستند کتاب ګڼلے شي. دا کتاب پۀ پښتو کښې هم مېلاویږي. ما دا کتاب څو ځله لوستے دے. اوس رانه چرته پۀ نورو کتابونو کښې ګډ وډ شوے دے ګنې ما به درته عکسونه هم ښودلے وے. علامه ابنِ سیرین رحمة الله علیه د خوبونو د تعبیر یو ستر عالم تېر شوے دے. د علامه ابنِ سیرین رحمة الله علیه دې کتاب کښې د خوبونو حقیقت ، حقیقي خوبونه، فاسد خوبونه، اؤ نور ډېر اصول ښودلي دي. ډېر هغه عجیبه واقعات چې د علامه پۀ زمانه کښې یې د هغۀ تعبیرونو یا د خوب معنی وېستلو دي هم پۀ دې کتاب کښې شته. دا کتاب د کتو قابل دے. د کتابونو والا سره پۀ اردو اؤ پښتو ژبو دواړو کښې مېلاویږي. هم پۀ دې موضوع ډېرو عالمانو اؤ د یورپ یا غربي ملکونو ماهرینو هم لیکنې کړي دي. خو دې کتاب ته چې کوم لٔوړ مقام حاصل دے بل ددې موضوع کتاب ته نۀ دے حاصل. یو اهم خبره درته کوم هغه دا چې کله زۀ د ذهني فشار مریض اوم نو ما دهغې د علاج لۀ پاره انګریزي دوایانې خوړلې. تقریبآ شپږ کاله کښې ماته نۀ دي یاد چې ما کوم خوب لیدلے وي. اؤ دغه شپږ کاله کښې ما خپل حقیقی اودۀ کېدل نۀ وۀ لیدلي. زما خپله تجربه کښې ما څو پېرې خوب لیدلے اؤ هغه واقعات بیا وروستو پۀ رښتیا شوي دي. څنګه چې الله تعالٰی ورېځ د باران علامه ښودلې هم دغه شان خوبونه مونږ ته زېرے یا خبردارے راکوي. خو پۀ دې کتاب کتو سره به تاسو ته دا پته اولګي چې د خوبونو تعبير اؤ معنا وېستل د هر چا کار نۀ دے بلکه ددې هم څۀ تعلیم اؤ اصول دي. پۀ دې کتاب کښې د يوې واقعې پۀ مناسبت دا هم دي چې صرف پۀ خوب لیدو پۀ چا بهتان لګول اؤ یا نکاح د ختمولو فېصلې نۀ دي پکار. د خوبونو باره کښې افواه ګانې خورؤل اؤ کاغذونه خورؤل هم نۀ دي پکار.
والله اعلم
خېر اندیش
عبدالستار سیار ... پۀ خپل قلم
No comments:
Post a Comment