صناعي پوهنتیا(Artificial Intelligence: AI) اؤ
ژباړنه(Translation)
ليک ، ترتيب اؤ پلټنه : عبدالستار سیار
صناعي پوهنتیا د نن زمانې یو داسې اصطلاح ده چې ګڼ اړخونه لري. ددې اصطلاح مطابق یو داسې کار چې پۀ هغې کښې به انساني پوهانو وختونه لګول اوس د مشینونو ، روبوټونو اؤ پۀ خاص توګه د ډېجېټل اؤ کمپیوټر ټېکنالوجۍ پۀ ذریعه ډېر آسان شوے دے. آخر دا صناعي پوهنتیا څۀ شے دے؟ اؤ څنګه کار کوي؟
د صناعي پوهنتیا دوه شکلونه دي چي یو سوفټوئر اؤ بل هارډوئیر۔ هارډوئیر هغه مشینري یا پرزې د مشین کوم چې پۀ صناعي پوهنتیا کښې استعماليږي. لکه کمپیوټر اؤ روبوټونه. سوفټوئیر هغه منطق (logic) چې کوم ددې اصل مقصد اؤ کار واضحه کوي. دا سوفټوئیر یو مسئله د انساني کوښښ نه سل فیصده زیات تېزئ سره حل کوي اګر چه دا پۀ بعضې حالاتو کښې د انساني کوشش نه کمتر معيار لري خو پۀ بعضې نورو حالتونو کښې د انساني سوچ نه زیات صحیح اؤ زر حل ورکړي.
د مثال پۀ توګه یو اے ټي اېم ATM مشين پۀ صناعي پوهنتیا کار کوي. یو اے ټي ایم یا آټو مېټک ټِلر مشین یا خودکاره ویونکے مشين تاسو ته جوابونه درکوي. اؤ تاسو چې ترې څومره پېسې راوېستل غواړئ نو د وېنا مطابق تاسو له هغه پېسې درکړي . پۀ اے ټي اېم کښې موجود سوفټوئیر د صناعتي پوهنتیا نه کار اخلي.
دلته اوس زمونږ د مضمون اؤ سرخط پۀ مطابق مونږ د ژبو اؤ ژباړنې کښې د صناعتي پوهنتیا استعمال اؤ د هغې مشکلات مختصر بیانوو. د مثال لۀ پاره مونږ د سلطان باهو کلام چې د پنجابۍ ژبې صوفي شاعر دے پۀ نظر کښې اخلو. د صناعتي پوهنتیا لۀ پاره د ګوګل ټراسلېټ انجن یا سوفټوئیر مشين پکار راولو. د ګوګل (Google)پۀ لټون(Search ) . کښې Google translate یا ګوګل ژباړه اولیکئ. پۀ نتیجه کښې چې کوم د ژباړې ځائی یا کورکي کښې چې مونږ دا لاندې د نظم ټوټه (۱) اولیکله. نو (۲) ژباړه لاس ته راغله چې د ډېرو غلطيانو اؤ ستونزو پۀ ترڅ کښې وه.
(۱)..........…..........سلطان باهو
دل دریا سمندروں ڈوگھے کون دلاں دیا جانے ھُو
وچے بیڑے وچے جھیڑے وچے ونجھ موہانے ھُو
چوداں طبق دلے دے اندر جتھے عشق تمبو ونج تانے ھُو
جو دل دا محرم ہووے باھُوؒ سوئی رب پچھانے ھُو
(۲)............. .د ګوګل ترجمه:
د سیندونو او بحرونو زړونه څوک دي؟
دلته بیړۍ شتون لري ، بوټي شتون لري ، ډیری سیندونه شتون لري
څوارلسم ټولګي له مينې او مينې ډک دي
که زړه منع شي، نو رب به تعقیب کړي
(۳).................. انساني ترجمه:
سلطان باهو
زړۀ د درياب اؤ سمندر نه ژور دے څوک زړونه پېژني؟هو
دلته بېړۍ دي دلته جنګونه، دلته ساحل نزدی ...هو
څوارلس طرفونه پۀ زړۀ کښې چرته چې عشق تمبو کښې ناست دے...... هو
څوک چې د زړۀ نه محروم یې نو څۀ به رب اوپېژني؟....( مګر الا) هو ........يعنې صرف رب پۀ هرڅۀ قادر دے
صناعتي پوهنتیا..... نور تفصیل بیا انشا ءالله
والله اعلم
پیش کونکے......عبدالستار سیار....