Friday, March 31, 2023

غذائی قلت کے دوران متبادل غذائی اشیاء

 دنیا میں مختلف موسمی اور سیاسی مسائل کی وجہ سے تنازعات کے دوران غذائی اجناس کی شدید قلت پیدا ہو سکتی ہے۔ 

جس کے لئے مختلف طریقے اپنائے جاتے ہیں۔ ڈیزاسٹر منیجمنٹ (Disaster Management) کے دوران اگر گندم، چاول جو کی دستیابی مشکل ہو جائے تو متبادل ذرائع کو ا۔

Tuesday, March 7, 2023

صفا هوا

 صفا هوا


د سحر وخت د انساني صحت بهترین وخت دے د صبا صادق وخت کله چې شرقي رڼا ګانې پۀ اسمان راخورې شي یو هوا چلیږي چې ورته نسیمِ سحر یا بادِ صبا وایي ، د زړۀ د مریضانو اؤ نفسیاتي ذهني مريضانو لۀ پاره یو آبِ حیات ګڼلے شي. خاص د پسرلي موسم کښې ددې هوا لګېدل ډېر د ګټې سبب دے. 


پۀ انسان د آب و هوا ډېر اثر دے ځکه خو حکیمانو به مغل باچایانو ته وړومبے د یو علاقې آب و هوا خبر ورکولو اؤ بیا به یې هلته د ښار آبادولو صلاح ورکوله. احمد نګر ، مظفر آباد، وغیره نومونه ددې ګواه دي.


احمد شاه ابدالي چې کله د ماسکو د فتح کولو کوشش کولو نو د موسم شدت اؤ یخنۍ د هغه ټول فوځي طاقت کمزورے کړو او ناکام شو.


پۀ هوا کښې د کاربن نومې کیمیاوي عنصر زیاتېدو پۀ وجه د یورپ اؤ امریکې هوا ډېره خیچنه شوې ده.  د پټرولي ګاډو اؤ زیاتو صنعتونو ، فابریکو او ایټمي مواد استعمال پۀ وجه پۀ دغه ملکونو د ساه اخیستنه ګرانه شوې ده. 

د صفا هوا لۀ پاره خلق غرونو اؤ سیندونو غاړو ته ځي. د ښار د لوګو ، مصنوعي رڼاګانو ، شور اؤ رش د انساني ژوند ارزښت کم کړے دے. د خلقو مشیني ژوند د ذهني ، جسماني او معاشرتي، جذباتي روزنه متاثره کړې ده. ددې ټولو تصنیعاتو د مضره اثر ختمولو لۀ پاره چې مناسب بندوبست اوکړے شي. دا د هر یو کس انفرادي کوشش پکار دے چې د خپل چاپیریال صفا ساتنه اوشي اؤ کورنۍ اؤ ماشومان د بيمارو نه بچ کړے شي. والله اعلم


والسلام


عبدالستار سیار..... پۀ خپل قلم

پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ...