Tuesday, January 9, 2024

پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ


لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار


مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ تېمور لنګ وۀ ځکه ورته تېموري خاندان هم وایي . تېمور د منګولانو هلاکو خان اؤ چنګېز خان پۀ اؤلاد کښې وۀ. پۀ هند کښې د مغلو سرکاري ژبه فارسي وه. دا ځکه چې پۀ هند د ایران صفوي اؤ د عراق عباسي خاندان اثر وۀ. بابر باچا چې د هندوستان باچا شو نو هغۀ د مغل خاندان بنیاد کېښود پۀ حکومتي توګه. نو دغه شان به د هغۀ سره راغلي ټول ترکان مغل ګڼل شول. د مغل درجه به د عامو خلقو نه اوچته وه. د چنګېز خان چې کوم اصول د جنګ وۀ هم هغې باندې به دوئی عمل کولو یعنې مخالفین وړومبے پۀ دهمکۍ وېرول اؤ بیا پۀ سخت وخت کښې پۀ پټه پۀ هغوئی حمله کول. اؤ چې کوم کلے یا ملک به یې واغېست نو قېمتي سامان به یې د کورونو نه پۀ خلقو راووېست بوډۍ ګانې ښځې اؤ ډېر ماشومان، اؤ ځوانان به یې ټول قتل کړل. ځوانې ښځې به یې وېنځې کړې. دهغوئی پۀ نزد د مسلمانانو ښځې وېنځې جوړول جائز‌ وۀ. بيا به یې ټول کلي یا علاقې ته اور کېښود. ځکه خو مشهوره ده چې څۀ کور خو دې مغلو نۀ دے وهلے. ښائسته هلکان به یې خدمت د پاره بوتلل اؤ وائي چې هغوئي نه به یې خواجه سرا ګان جوړ کړل اؤ پۀ محل کښې څؤکیداري اؤ خدمت به یې پې کولو. پۀ هندوستان د پښتنو حکومت وۀ اؤ د مغلو اؤ پښتنو تر مینځ به ډیرې نښتی کیدې. بابر پۀ افغانستان کښې ډېرې ماتې خوړلې وې خو د فوځونو جدید ترتیب پرله پسې کوششونو کښې کامیاب شو اؤ د ابراهیم لودي نه یې حکومت واغېست اؤ دغه شان پۀ هندوستان د مغلو راج شو. د جبر حکومت پۀ وجه به هر وخت د بغاوت ویره وه . د کومې علاقې مشر چې به غیر مغل وۀ د هغۀ زوئی یا ورور یا پلار به یې د ځان سره پۀ دربار کښې یرغمال ساتو . مخالفین به یې د هاتي لاندې چقول اؤ یا به یې ترې پۀ ژوندوني څرمن وېسته. دا هغوئی ډېر پۀ فخر پۀ خپلو سوانحو يعنې د ژوند حالاتو کښې لیکلي دي. اوګورئ تزکِ بابري اؤ تزکِ جهانګيري. کوم یو مغل چې به باچا شو نو هغۀ به خپل ټول ورونه قتل کړل. دې ته به یې آئیني تېموري وئیل ځکه چې هغۀ خپله وصیت نامه کښی لیکلي وۀ چې زما پۀ اولاد کښې چې څوک حکومت واخلي هغۀ له پکار دي چې خپل ټول خپلوان چې د حکومت دعوه دار وي سرونه قلم کړي چې حکومت ته خطره پاتې نۀ شي. د مغلو غټ اؤ ښکلي عمارتونه، د عیاشۍ ځایونه، اؤ مضبوطې قلاګانې خوښې وې. ښائسته ښځې به یې کۀ هر ځایی وې ځان ته ودولې یا به یې هسې پۀ محل کښې ساتلې. کۀ خپل د یو وزیر ښځه به یې خوښه شوه نو د هغۀ به خېر نۀ وۀ اؤ د بغاوت بهانه به یې ورته جوړه کړه اؤ برباد به یې کړو. لکه څنګه چې جهانګیر باچا د شېر افګن سره کړي وۀ. اوګورئی تزکِ جهانګيري اردو. د مغلو مشهور باچایان دا دي. ظهيرالدین بابر، محی الدین همایون، جلال الدین اکبر ، شاهجهان باچا، اورنګزیب عالمګیر دا باچا د پرهېزګارۍ لۀ پاره مشهور دے خو دۀ هم خپل مشر ورور داراشکوه د حکومت لۀ پاره قربان کړے وۀ. اؤ خپل پلار یې هم زنداني کړے وۀ. ددې ذکر رحمان بابا هم پۀ خپلو شعرونو کښې کړے دے. اوګورئ رحمان بابا دیوان. د مغلو آخري باچا بهادر شاه ظفر وۀ چې د هغۀ نه انګرېزانو حکومت واغېست. دا لیک د مغلو اؤ د پښتنو د شخړو پۀ نظر دے چې ولې پښتانۀ مغلوالئ ته سپک اؤ کاږۀ ګوري. مغلوالي ټکے

 استبداد اؤ بے اعتبارۍ ته وایي. د مغلو ځېنې ښې کارنامی هم شته. چې د هغې ذکر ډېرو کتابونو کړے دے. دا ټول حالات د بېلابېلو کتابونو څخه دي. 

۱) تاریخ فرشته، محمد قاسم فرشته( اردو)

۲) تزکِ تېموري اردو

۳) تزکِ بابري اردو

۳) تزکِ جهانګیري اردو

۴) همایون نامه اردو

۵) د خوشحال بابا کلیات مرتبط عبدالله جان مغموم 

۶) د پښتنو تاریخ، قاضي عطاء الله 

خان 

د خوبونو لیدل اؤ د علامه ابنِ سیرین رحمة الله علېه د کتاب تبصره

د خوبونو لیدل اؤ د علامه ابنِ سیرین رحمة الله علېه د کتاب تبصره


لیک اؤ زیار : عبدالستار سیار


تعبیرالرویا د علامه ابنِ سیرین رحمة الله علیه کتاب دے. دا کتاب د خوبونو د تعبیر اؤ حقیقت باره کښې یو مستند کتاب ګڼلے شي. دا کتاب پۀ پښتو کښې هم مېلاویږي. ما دا کتاب څو ځله لوستے  دے. اوس رانه چرته پۀ نورو کتابونو کښې ګډ وډ شوے دے ګنې ما به درته عکسونه هم ښودلے وے.  علامه ابنِ سیرین رحمة الله علیه د خوبونو د تعبیر یو ستر عالم تېر شوے دے. د علامه ابنِ سیرین رحمة الله علیه دې کتاب کښې د خوبونو حقیقت ، حقیقي خوبونه، فاسد خوبونه، اؤ نور ډېر اصول ښودلي دي. ډېر هغه عجیبه واقعات چې د علامه پۀ زمانه کښې یې د هغۀ تعبیرونو یا د خوب معنی وېستلو دي هم پۀ دې کتاب کښې شته. دا کتاب د کتو قابل دے. د کتابونو والا سره پۀ اردو اؤ پښتو ژبو دواړو کښې مېلاویږي. هم پۀ دې موضوع ډېرو عالمانو اؤ د یورپ یا غربي ملکونو ماهرینو هم لیکنې کړي دي. خو دې کتاب ته چې کوم لٔوړ مقام حاصل دے بل ددې موضوع کتاب ته نۀ دے حاصل. یو اهم خبره درته کوم هغه دا چې کله زۀ د ذهني فشار مریض اوم نو ما دهغې د علاج لۀ پاره انګریزي دوایانې خوړلې. تقریبآ  شپږ کاله کښې ماته نۀ دي یاد چې ما کوم خوب لیدلے وي. اؤ دغه شپږ کاله کښې ما خپل حقیقی اودۀ کېدل نۀ وۀ لیدلي. زما خپله تجربه کښې ما څو پېرې خوب لیدلے اؤ هغه واقعات بیا وروستو پۀ رښتیا شوي دي. څنګه چې الله تعالٰی ورېځ د باران علامه ښودلې هم دغه شان خوبونه مونږ ته زېرے یا خبردارے راکوي. خو پۀ دې کتاب کتو سره به تاسو ته دا پته اولګي چې د خوبونو تعبير اؤ معنا وېستل د هر چا کار نۀ دے بلکه ددې هم څۀ تعلیم اؤ اصول دي. پۀ دې کتاب کښې د يوې واقعې پۀ مناسبت دا هم دي چې صرف پۀ خوب لیدو پۀ چا بهتان لګول اؤ یا نکاح د ختمولو فېصلې نۀ دي پکار. د خوبونو باره کښې افواه ګانې خورؤل اؤ کاغذونه خورؤل هم نۀ دي پکار. 

والله اعلم

خېر اندیش

عبدالستار سیار ... پۀ خپل قلم

پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ...