Tuesday, December 20, 2022

دقلم امانت

 د قلم امانت


کۀ تاسو د اسلامي تاریخ ماخذونه اوګورئ نو معلومه به شي چې دا تاریخ ځېنو خلقو ډېر تاؤ اؤ پېچ کړے دے. دا خبره د اسلام اولني تاریخ باره کښې نۀ کوم ځکه چې هغه وخت صحابه، تابعي اؤ تبع تابعينو یو ډله وه چې د صداقت اؤ امانت غرونه وۀ. بیا لۀ دې نه پس څۀ خلقو پۀ قصد سره پۀ کښې د قلم امانت پرېښودو. ددنیا نور تاریخونه خو بس پۀ نامه تاریخ پاتې شو. د پښتنو د تاریخ سره هم لوبې اوشوې اؤ ځېنې قام پرستانو خو د ډېر تعصب نه کار اخېستے دے. د هندوستان تاریخ نه قاسم فرشته یو داستان جوړ کړے دے خو بیا هم تاریخ پوهان دهغۀ روایات ډېر مستند ګڼي. ابنِ خلدون داسې تاریخدان ګڼلے شي چې د اوسني تاریخ پۀ سائنسي بنیاد تجزیه کوي. د هغۀ قلم د اموي  خاندان د زوال وجوهات پۀ سائنسي توګه معلوموي. عصبيت طرفدارے چې پۀ انګرېزي ژبه کښی ورته Popular Support وائي دا د هغۀ د قلم وَتَنه ده. خو پۀ هغۀ هم نیوکې کیږي چې د ځینو خلقو خلاف یې قلم له ډېر زور ورکړے دے. زۀ عبدالستار سیار پۀ خپله رائے کښې البېرونی د ابنِ خلدون څخه د تاریخي تصحیحینو استاذ ګڼم خو چونکه هغه د سائنس د نورو علومو پۀ وجه مشهور دے نو دا اړخ د څېړنکارانو نه پاتې دے. څېړنکارانو ته خواست کوم چې ابو رېحان البېروني چې کوم څېړنه د تاریخ کړې ده هغه را منځ ته کړي او مدلل بحثونه پې اوکي چې راتلونکو ته لاره سمه شي.

   د پښتنو تاریخ هم د ګوتو وهونکو نه نۀ دے پاتې شوے. اؤ بعضې خبرې خو داستانونه ښکاري. قاضي عطاء الله ډېر زيار کړے دے خو د هغۀ ماخذونه زیات تر انګریزي دي. د محمد هوتک صېب کتابونه پۀ غېر د مرتب کتاب « پټه خزانه»، نه زما له نظره نۀ دي تېر شوي. بعضې قام پرسته لیکوالانو د عربي ماخذونو نه ډډه کړې ده یا لاعلمي ده اؤ یا د مسلکي اختلاف وجه کېدے شي. ځېنو اوسنو لیکوالانو چې د قبیلو اؤ خیلونو پۀ برترۍ کښې مبتلا دي. پۀ تله کښې ځان له درانۀ درانۀ کاڼي ایخي دي. چې د مغلو واکداران یې ځان له پدري مشران ګرځولي دي. د پښتنو شجرې هم د لاس وهنې نه خالي نۀ دي. بعضې خو داستاني صورت اختیار کړے دے. دلته زۀ د څېړنکارانو چې ډېر ژور نظر لري غوښتنه کووم چې خړې اوبۀ د رڼو اوبو نه بيلې کړي. د قلم دا قرض اؤ امانت د دوئي پۀ ذمه دے.


کۀ مونږ مغربي لیکوالانو ته اوګورو نو د هغوئي د ډېرو وعدو پرتله د هغوئي لیک د تعصباتو مجموعه ده. دلته درته زه یو دوه مثالونه پیش کووم. وړومبے کتاب Qaddafi and the Libyan Revolution  يعنې قذافي او لېبیائي انقلاب دے چې ډېرو ځایونو کښې ترې د تعصب بوئي راځي. بل کتاب The middle Kingdom: Inside China Today يعنې مینځنے دولت : نن صبا پۀ چین کښې دننه ، دې کتاب کښې موصوف مصنف چې څومره مخالف خبرې کېدے شوې دومره زور یې لګولے دے. دا ټولې خبرې یې پۀ فرانټ یا  مخامخ  راوړي دي. 


خلاصه:

 کۀ تاسو غواړئ چې د یو تاریخي کتاب کره کتنه اوکړئ نو اسانه ده کله چې لیکوال غټې واقعې کموي او مخالف واړۀ واقعات ډېر پۀ شدمد سره بیانوي نو لیکوال عنادي ډله کښې دے. 

اؤ کله چې لیکوال ډېرې وړې واقعې پۀ مدح کښی آسماني کوي اؤ غټې مخالفې واقعې پۀ ډېر اختصار کښې راولي نو لیکوال لافزني دے. دواړه قسمه د قلم امانت قلم ته نۀ سپاري. پکار دے چې یو اعتدال قائم کړے شي .

والله اعلم

عبدالستار سیار.... پۀ خپل قلم

03411942005

No comments:

Post a Comment

پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ...