Monday, December 18, 2023

اذان


(منظومه ژباړه. د..اذان ، اردو نظم، علامه اقبال رحمة الله علیه)

...نوټ.... ستاسو د اصلاح، مشوره به پۀ زړۀ پورې وي......


یو شپه ستورو ته د صبا ستوري وئیل

انسان هم چرته لېدلے چا بېدار

اووئېل مریخ، د دۀ تقدیر خبر دے

خوب ددې وړې فتنې دے سزاوار

اووئیل زهره، څۀ بله خبره نشته درسره؟

ددې کچ شمکور چينجي سره مونږ څۀ لرو کار

سپوږمۍ ورته وئیل چې دا دے ستورے زميني

تاسو د شپي راشئ اؤ دے د ورځې شي اظهار

کۀ خبر شو لۀ مزې نه د شپې لۀ بېدارۍ

اوچت د ثریا نه دے دا خاؤرې د اسرار

پۀ غېږه کښې ددۀ هغه برېښنا ده چې پکښې

ورک به شي د آسمانونو متستوري اؤ سیار

نا ګهانه شوه فضا د صبا بانګه سره ډکه

 دا هغه نعره ده چې خوزوي زړۀ د کهسار  

پلَټنه: 


۱) کتاب: کلیاتِ اقبال(اردو): ډاکټر علامه اقبال 

۲۱۱ صفحه

خپروونکي: کتاب میله ,www.kitabmela.com.pk

www.fb.com/kitabmela

خپرولو نېټه: 2022

 Wikipedia: www.wikipedia.org

 ویکيپيډیا وېړیا انسائکلوپیډیا (۲

 اردو لغات : مختلف (۳


فرهنګ: 

د صبا ستورے: د سحر ستورے ، هغه ستورے چې د سحر پۀ وخت روښانه وي اؤ خپله ځانګړتیا لري. د سهار د وخت نښانه

مریخ: د شمسي (نمر) د نظام څلورمه سياره(ستورکے (ز) چې د نمر پۀ رڼا روښانه وي اؤ خپله رڼا نۀ لري) د نمر نه پۀ فاصله کښې څلورم نمبر ده. سائنسدانان یو خیالي نظر لري چې پۀ دې سیاره کښې د آبادۍ اثار دي.

 فتنه: شر او فساد

سزاوار: قابل، مناسب

زهره: د نمر د نظام دوېمه غټه اؤ د ټولو نه زیاته ځلیدونکې سياره. دې ته د صبا ستورے هم وائي دا دسهار اؤ ماښام پۀ وخت روښانه وي. پۀ انګریزۍ ژبه کښې ورته وینس (Venus)وائي.  

کچ(ز): ډېر وړوکے ، ورکوټے

شمکور : شبکور ، هغه تن چې پس د ماښامه یې نظر نۀ لګي. د حیاتین الف (Vitamin A) د غذائي جز د کمي مریض. داسې مریض پۀ معمولي تیاره کښې ړوند وي.

 زميني: زمکئیز ، د زمکې سره تعلق

اظهار: ظاهر شې ، ښکاره 

ثریا : هغه شپږ ستوري چې پۀ آسمان کښې ډېر ښکاره دي، څوک ورته کټ اؤ څوک ورته مزرے وائي. پۀ عربۍ ژبه کښې ورته دُبِٙ اکبر وائي.

متستوري : مات ستوري(د ژباړونکي ذاتي اصطلاح) یا شهابِ ثاقب يعنې د ستورو دُوړه..چې د شغلې پۀ حېث سېکنډونو کښې اوسوزي او فناه شي

سيار: سیارې هغه ستوری چې خپله رڼا نۀ لري اؤ د نمر رڼا عکس کوي ځکه روښانه ښکاري. د شمسي نظام ټولې اتۀ اهمې سیارې دا دي ...۱) عطارد(Mercury) ،۲)زهره(Venus) ۳) زمکه (Earth)، ۴) مریخ (Mars) ۵) مشتري (Jupiter)، ۶) زحل(Saturn) ۷)یورینس (Uranus)، ۸) نېپچون(Neptune)

 (ز) د ژباړونکي خپله رائے

والله اعلم

والسلام

ژباړه: عبدالستار سیار .....د دعاخواستګار




No comments:

Post a Comment

پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ

  پښتانۀ اؤ مغلوالي، د مغلو د تاریخ تاریک اړخ لیک اؤ زیار: عبدالستار سیار مغل د بابر باچا نه مخکښی ترک وۀ يعنې ترکي ژبه یې وئېله د دوئی نیکۀ...